تېرو درېيو اونیو کې د طالبانو بریدونو کې ۲۵۰ افغان سرتېري شهیدان شوي
شمېرې ښیې چې د تاوتریخوالي له اونۍ او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له لاسلیک وروسته افغانستان کې په منځنۍ توګه د ورځې ۵۰ د امنیت ضد پېښې شوې دي.
طالبانو سلام مخابراتی شبکې ته ګراښ کړی
طالبانو خبرداری ورکړی چې په ټول افغانستان کې به سلام مخابراتي شرکت د دوی نظامي هدف وي. دغې ډلې په يوه خبرپاڼه کې له خلکو غوښتي، چې د دغه شرکت سيم کارتونه و نه کاروي.
هند ته دافغانستان صادرات 21 سلنه زیات شوي
هند ته د افغانستان سږني صادرات د تېرو کلونو په نسبت ۲۱ سلنه زيات شوي دي
هند کې د افغانستان سفارت پرسرست طاهر قادري وايي، چې هند ته د افغانستان د ۲۰۲۰ کال صادرات ۵۳۰ ميلونه ډالرو ته رسېږي، چې د تېرو کلونو په نسبت ۲۱ سلنه زياتوالی ښايي.
غزني کې 6 ولسي پاڅون کوونکي شهیدان او 9 نور ټپیان شوي دي
د غزني سيمه ييز مسوولين وايي، چې د دې ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې تېره شپه، وسله والو طالبانو د ولسي پاڅون کوونکو پر يوه امنيتي پوسته بريد کړی، چې له امله يې ۶ ولسي پاڅون کوونکي شهيدان او د پوستې د قومندان په ګډون ۹ نور ټپيان شوي دي.
ولسمشر غني له مېرمنو سره پر سوله او اوربند خیرې کړي
ولسمشر محمد اشرف غني، تېره ورځ له يو شمېر مېرمنو سره د سولې، اوربند، بين الافغاني مذاکراتو، د تاوتريخوالي پر کمېدو او د سولې په خبرو کې د ښځو پر ونډه لرلو خبرې کړې دي.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر د مېرمنو غوښتنې اورېدلي او د سولې په پروسه کې يې د دوی د حضور په اړه ډاډ ورکړی دی.
دترکیې اوبو کې د ډوب شویو افغانانو څلور نور جسدونه نن کابل ته راوړل کېږي
ټاکل شوې نن د څلورو نورو هغو افغانانو جسدونه کابل ته راوړل شي، چې څه باندې يوه میاشت وړاندې د ترکيې اوبو کې ډوب شوي وو.
د دغو کسانو له ډلې د پنځو جسدونه تېره ورځ راوړل شول او د لسو نورو به د شنبې ورځ راوړل شي.
لوگر ولایت کې د دوو سرګرړپانو په ګډون نهه وسله وال طالبان وژل شوي
د ۲۰۳ تندر قول اردو مطبوعاتي دفتر وايي، چې افغان ځواکونو د لوګر ولايت، محمداغې ولسوالۍ اړوند اببازک سیمه کې، د وسله والو طالبانو د برید پلان شنډ کړی او د دوو سرګروپانو په ګډون يې ۹ وسله وال طالبان وژلي دي.
کابل کې يو ماين ايښودونکی د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوی
د کابل پولیس وایي نن سهار د کابل ښار څلورمې امنیتي حوزې اړونده سیمه کې، پر یو کس د سړک پر غاړه د ماین ایښودلو پرمهال خپل ماين چاودنه کړې او دغه کس پکې وژل شوی دی.
خلیلزاد په هرات کې وروستی خونړی هوایي برید غندلی
د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي، زلمي خليلزاد په هرات کې وروستی خونړی هوايي بريد غندلی او په تړاو یې له څېړنو ملاتړ کړی دی.
خلیلزاد وايي چې افغانان ژر تر ژره د سولې خبرو پیلېدل غواړي، ځکه جګړه کې مرګ ژوبله د خبرو په ګټه نه ده.
ننګرهار کې د ۱۳ پاکستانيانو په ګډون ۴۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د خوږياڼو ولسوالۍ په قيلغو سيمه کې پرون را هيسې د امنيتي ځواکونو له لورې د ځوابيه بريدونو په پايله کې ۱۳ پاکستانيانو په ګډون ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي، يو يې ژوندی نيول شوی او پنځلس نور ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګرهار کې د داعش ډلې څلور غړي نیول شوي.
د ننګرهار سرپرست والي تمیم عارف وایي چې د ملي امنیت ځواکونو د داعش ډلې د ښاري شبکې دا ۴ غړي د جلال اباد ښار د دویمې ناحیې اړوند سیمه کې نیولي دي.
پرتګال افغانستان ته 170 سرتېري استوي
د پرتګال حکومت وايي چې ۱۷۰ سرتېري یې افغانستان ته د تګ لپاره په تیاریو بوخت دي.
د دغه سرتېرو ډېره برخه به د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان ځواکونو په روزنه او ملاتړ کې ونډه اخلي.
لوی درستیز: که طالبان د سولې لاره غوره کړي غیږکې یې نیسو
د هېواد لوی درستیز، یاسین ضیاء طالبانو ته په خطاب کې وايي چې که د سولې لاره غوره کې نو په تودې غېږې او که د جګړې لار خپله کړي، نو په تودو ګولیو به یې هرکلی وکړي.
مګرو ملتونړ داختر په ورځو کې داروبند غوښتنه وکړه
په افغانستان کې د یوناما دفتر وایي چې د تاوتریخوالي په دې نوې څپه د هرې برخې افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، باید له راتلونکې اونۍ جګړې بندې شي.
اسدالله خالد: زموږ جګړه دسولې لپاره ده
د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وایي، داسې راپورونه لري چې له بنده ازاد شوي طالبان بېرته د جګړې ډګر ته تللي او وژل شوي. هغه زياته کړې موږ بین الافغاني خبرو ته چمتو یوو، خو دا خبرې نه دي پیل شوې. زموږ جګړه د سولې لپاره ده.
یوناما د هرات پر هوایي برید خواښینیي څرګنده کړې
په کابل کې د ملګرو ملتونو یوناماد فتر ویلي، د ملکي وګړو په سیمو کې بریدونه او ځمکني عملیات خواشینوونکي دي چې ډیر زیات زیانونه یې ښځو او ماشومانو ته هم اوړي.
امریکایي ځواکونو ننګرهار کې خپلې دوه اډې افغان ځواکونو ته وسپارلې
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي، د دغه ولایت په هسکه مېنه او اچین ولسوالیو کې امریکايي ځواکونه له خپلو هډو وتلي او اوسمهال په یادو اډو کې افغان سرتېري ځای پر ځای شوي دي.